IQNA

د اماراتو  د میرمنو د ځانګړي قرآني نړیوالو سیالیو غوره میرمنې معرفي شوې

8:17 - September 24, 2023
د خبر لمبر: 3487997
ایکنا-(دوبئ)د میرمنو د ځانګړي ؛شیخه فاطمه بنت مبارک ؛په نامې سره د  قرآن  دنړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ  برلاسه کسان  داماراتو په دوبئ ښار کې  معرفي شول. او د اردن  یوې میرمنې لومړنۍ مقام ترلاسه کړ.

ایکنا د  الخلیح ویبسایټ له قوله راپور راکړ،ددغو سیالیو پایزې دستورې په همدې ورځې یعني د وږي دمیاشتې په ۳۱ نیټه  د دوبئ د جایزې قرآن نړیوالې موسیسې په همت سره ترسره شوې ،د د میرمنو د ؛النهضه ؛ټولنې د ادارې شورا مشرې  امینه بنت حمید الطایر د اماراتود  کورنۍ دپراختیا دموسیسې عمومی مدیرې  مریم محمد الرمیثي ، دمیرمنو د ځانګړي قرآڼ د حفظ د روزونکی مرکزونو او موسیسو مدیانو ، سیالي کونکو، دقاضیانودکمیټې غړو  او د سیالیو دترسره کونکو کمیټې غړو او د سیالۍ کونکو خپلو خپلوانو په دغو دستورو کې ګډون وکړ.

دغه سیالۍ دهند د عائشیه عزةمحمد رسسید په وسیله د کلام الله مجید په څوآیتونو تلاؤت سره پیل شوې او په دوام کې د تیرو اوو کلونو راهسې تر دې د مه ددغو سیالیو د پیلیدا په باب یو مستند فیلم هم خپور شو.

 ددغو دستورو په دوام کې ددغو سیالیو لس غوره میرمنو نامې معرفي شوې چې په هغو کې لومی مقام د اردن  میرمن سندس سعید محمد صیداوي  او د بحرین   امهَ الرحمن بدیع کلیب  دوهم  مقام ترلاسه کړل او دالجزایر  یاسمین ولد دالي  د انډونیشیا  مصلحةجمال الدین  او د یمن آسماء عبدالرحمن عبدالله عبدالملک  په ګډه دریم مقام ترلاسه کړ.

د سنګال اندی بوصو جترا  هم  شپږم مقام ترلاسه کړاو د بنګله دیش نسیبه حق فایزه  او د کامرون  عایشیه محمد په مشترکه  اوم مقام وګاټه او د تانزانیا سمیه علی جمعة هم نهم لمبر شوه  او همداراز دفنلینډ سمیره نور معلم  او د یوګینډا  نبیله ناسوبوعا  هم په مشترکه لس مقام ترلاسه کړ.

په دغو دستورو کې د میرمنو د ځانګړي قرآڼ نړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ برلاسه کسانو د  ګډون کونکو له خوا ډيره زیاته ستاینه او قدرونه وشوه.

 دغه سیالۍ د دوبۍ جایزې د قرآن دنړیوالې موسیسې په همت سره د وږي د میاشتې په ۲۵ نیټه ددوبئ په املمرز سیمې کې واقع د علومو اوفرهنګ کلب د آمفی تیئټر  هال کې پیل شوې او په دغو سیالیو کې دنړۍ له شپیتو هیوادونو څخه د ټول قرآن حافظو میرمنو  ګډون درلود چې د ټول قرآڼ دحفظ په څانګې ئې سره سیالۍ وکړې.

https://iqna.ir/fa/news/4170520/

 

captcha